ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خیبر پښتونخوا کوهاټ کې ډله‌ییز برید؛ درې پولیس او یو عام وګړی وژل شوي

د خیبر پښتونخوا کوهاټ کې ډله‌ییز برید؛ درې پولیس او یو عام وګړی وژل شوي

author avatar
10 Jan 2024 - 11:40
د خیبر پښتونخوا کوهاټ کې ډله‌ییز برید؛ درې پولیس او یو عام وګړی وژل شوي
author avatar
10 Jan 2024 - 11:40

کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په کوهاټ سیمه کې وسله‌والو پر یوې امنیتي پوستې ډله‌ییز برید کړی چې په کې درې پولیس او یو عام وګړی وژل شوي دي.

ډیوه راډیو نن پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې تېره شپه تر لسو ډېرو وسله‌والو د کوهاټ د انډس پر لویه لار د لاچۍ پر ټول پلازه او امنیتي پوستې باندې برید کړی چې په کې درې پولیس او یو عام وګړی وژل شوي دي.

سرچینې لیکلي چې د دغه برید مسوولیت تر اوسه چا پر غاړه نه دی اخیستی او امنیتي ځواکونو په سیمه کې عملیات پیل کړي دي.

دا په داسې حال کې ده چې دوه ورځې مخکې هم د خیبر پښتونخوا په باجوړ سیمه کې د پولیسو پر موټر چاودنه شوې وه چې په کې پنځه پولیس وژل شوي او لس نور ټپیان شوي وو.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.