کابل (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وایي چې د بېرته راستنېدونکو کډوالو د اړتیاوو پوره کولو لپاره اسلامي امارت د نړۍوالو همکاریو ته هیلهمند دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې پرون د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي د افغانستان لپاره د ناروې له شارژدافېر پاول کلومن بکن سره کتلي دي.
بلخي لیکلي په دې کتنه کې ستانکزي وویل، په افغانستان کې وروستي پرمختګونه نه پټېدونکي او بېمخیني دي او زیاته کړې یې ده چې د اسلامي امارت ادارو راستنېدونکي کډوال ښه مدیریت کړي دي.
هغه زیاته کړه چې کډوالو ته په وخت د ترانسپورټ او سرپناوو ترڅنګ خوراکي توکي، البسه او روغتیایي خدمات وړاندې شول، خو زیاتوي: «لاهم اړتیاوې شته او د پوره کولو لپاره یې د نړۍوالو همکاریو ته هیلهمند یو.»
سرچینې ویلي، په دې لیدنه کې بکن د اسلامي امارت په راتګ سره په افغانستان کې د ثبات، امنیت او د اقتصادي لاسته راوړنو ترڅنګ هېواد ته د راستنېدونکو کډوالو د ښه مدیریت له امله خوښي څرګنده کړه.
بلخي ویلي د لیدنې په پای کې پر دوه اړخیزو او سیمهییزو موضوعاتو باندې هم خبرې وشوې.
دا په داسې حال کې ده چې د ریاستالوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د مرغومي په شپږمه کابل کې یوې غونډه ته ویلي وو چې په تېرو څو میاشتو کې ګاونډیو هېوادونو د ټولو نړۍوالو اصولو او قوانینو خلاف ۸۰۰ زره افغانان را ایستلي، خو د اسلامي امارت له لوري ورته پر وخت رسېدنه شوې او خدمات ورته وړاندې شوي دي.
Views: 39
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن