ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د خیبر پښتونخوا لکي‌مروت سیمه کې د یوې کورنې ۱۱ غړي وژل شوي

د خیبر پښتونخوا لکي‌مروت سیمه کې د یوې کورنې ۱۱ غړي وژل شوي

author avatar
11 Jan 2024 - 03:54
د خیبر پښتونخوا لکي‌مروت سیمه کې د یوې کورنې ۱۱ غړي وژل شوي
author avatar
11 Jan 2024 - 03:54

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۰ مرغومی ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د خیبر پښتونخوا په لکي‌مروت سیمه کې د یوې کورنۍ ۱۱ غړي په مرموز ډول وژل شوي دي.

د لکي مروت د پولیسو مشر طارق حبیب د چهارشنبې په ورځ (د مرغومي ۲۰مه) ځایي رسنیو ته ویلي چې په وژل شوو کې دوه ښځې، درې سړي او نور ماشومان (نجونې او هلکان) شامل دي.

دی وايي، ټول کسان د یوې کورنۍ غړي دي چې له وژلو مخکې ورسره تاوتریخوالی هم شوی دی.

د حبیب په وینا، دا کسان دوه ورځې مخکې د لکي مروت په تختي‌خېلو سیمه کې په کور دننه وژل شوي او مړي یې نن موندل شوي دي.

نوموړي وویل، ښایي دا پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله شوې وي؛ ځکه چې د دې کورنۍ یوه ښځه څه موده مخکې د خپل خاوند کور پرېیښی و او د پلار کور ته تللې وه.

د لکي‌مروت د پولیسو مشر معلوماتو له مخې، لومړۍ پلټنې ښيي چې د مېړه د کورنۍ غړي هلته ورغلي او د شپې پر مهال مهال یې یاده ښځه له ټولې کورنۍ سره وژلې ده.

پولیس وايي، د پېښې قضیه ثبت شوې او په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

یادونه: په دغه خبر کې د مشال راډیو له راپوره استفاده شوې ده.

[/restrict]

Views: 236

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.