Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې یو کس وژل شوی

پل‌علم (پژواک، ۲۱ مرغومی ۱۴۰۲): د لوګر امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت د څرخ ولسوالۍ په «سلیمان کلا» سیمه کې یو کس په ډزو وژل شوی دی.

د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک ته وویل، وژل شوی کس حفیظ‌الله نومېږي او د څرخ ولسوالۍ اوسېدونکی دی.

نوموړي زیاته کړه چې د وژل شوي کس د قتل په تور یو کس نیول شوی دی.

د وژل شوي کس خپلوان هم وایي چې حفیظ‌الله له چا سره شخصي دښمنې نه درلوده او معلومه نه ده چې ولې وژل شوی دی.

هغوی له امنیتي ځواکونو غوښتنه وکړه چې په هر اړخیز ډول دغه پېښه وڅېړي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.