Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

کابل کې څلورو کسانو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

کابل (پژواک، ۲۱ مرغومی ۱۴۰۲): ستره محکمه وايي، د کابل ښار د ابتدائيه محکمې څلورم زون د جزا دېوان له خوا څلورو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم ۳۵ـ ۳۵ دُرې تعزيري سزا ورکړل شوه.

سترې محکمې نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې ياد کسان يو کال مخکې د کابل ښار د ابتدائيه محکمې له لوري پر يوه کال تنفيذي بند او ۳۵ـ ۳۵ درو محکوم شوي وو.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، ياده پرېکړه د سترې محکمې د مقام له تایید وروسته په عام محضر کې پر متهمینو تطبیق شوه.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.