ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يواېن‌ډي‌پي: ۸۵ سلنه افغانان د ورځې له یو ډالر په کمو پیسو ژوند تېروي

يواېن‌ډي‌پي: ۸۵ سلنه افغانان د ورځې له یو ډالر په کمو پیسو ژوند تېروي

author avatar
11 Jan 2024 - 16:09
يواېن‌ډي‌پي: ۸۵ سلنه افغانان د ورځې له یو ډالر په کمو پیسو ژوند تېروي
author avatar
11 Jan 2024 - 16:09

کابل (پژواک، ۲۱ مرغومی ۱۴۰۲): د ملګرو ملتونو پراختیایي اداره وايي، د افغانستان ۸۵ سلنه خلک د ورځې له یو امریکایي ډالر په کمو پیسو ژوند تېروي او له ۲۰۲۰ کال راهیسې د افغانستان ناخالص کورني تولیدات ۲۹ سلنه کم شوي.

د ملګرو ملتونو پراختیايي ادارې په یوه راپور کې چې پرون خپور شوی ویلي چې د افغانستان ۸۵ سلنه خلک له یوه امریکایي ډالر څخه په کمو پیسو ژوند تېروي او له ۲۰۲۰ زېږدیز کال راهیسې د افغانستان په ناخالصو کورنيو تولیداتو کې ۲۹ سلنه کموالی راغلی دی.

سرچينه زياتوي، وضعیت د ۲۰۲۱ له اګسټ وروسته په څرګند ډول خراب شوی؛ په ځانګړې توګه د مېرمنو لپاره چې اوس له سختو محدودیتونو سره مخ دي او د زده‌کړو او نورو کارونو مخه یې نیول شوې.

په راپور کې راغلي، اټکل کېږي چې په افغانستان کې پر ښځو او نجونو بندیزونو هم له ۶۰۰ میلیون ډالرو څخه تر یو میلیارد ډالرو اقتصادي زیان اړولی دی.

په دغه راپور کې راغلي: «موږ په فعاله توګه د ښځو په مشرۍ د سوداګرۍ ملاتړ کوو، د کار پیدا کولو، بنسټیزو او ټولنیزو خدماتو، د نوې کېدونکې انرژۍ او د ناورین خطر پر مدیریت تمرکز کوو څو د خلکو اقتصاد پر مخ ولاړ شي، د خوړو او انرژۍ امنیت یې تضمین شي، د خلکو هوساینه وده وکړي او د ناورینونو مخه ونیول شي.»

په راپور کې راغلي، يواېن‌ډي‌پي د کرنیزو محصولاتو کچې لوړولو لپاره د اوبولګولو سل کانالونه جوړ کړي، په ټول هېواد کې یې د کروندګرو له کورنیو سره د باغدارۍ، چرګانو، مچیو پالنې او نورو فعالیتونو برخو کې مرستې کړې دي.

سرچينه زياتوي، د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د ۲۰۲۳ کال تر پایه ۴۵۸ کوچنۍ زیربناوې جوړې کړې چې له یو میلیون ډېرو خلکو ته یې د ښه ترانسپورټ او بازارونو ته د لاسرسي برخو کې اسانتياوې رامنځته کړې دي.

بل لور ته اسلامي امارت تر دې دمه د دغه راپور په اړه څه نه دي ویلي.

Views: 14

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.