[restrict paid="true"]
هراتښار (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۲): د هېواد ملي سوداګر او د عزیزي بنسټ مشر میرویس عزیزي له خوا د ۲۰۰ میلیون افغانیو په لګښت د هرات زلزلهځپلو لپاره جوړ شوی ښارګوټی پرانیستل شو.
دغه ښارګوټی چې ۲۲۰ کورونه، ښوونځی، جومات او پارک هم لري، د هرات په زندهجان ولسوالۍ کې جوړ شوی دی.
د زلزلهځپلو لپاره د دغه ستر ښارګوټي پرانیستنې مراسمو کې میرویس عزیزي، د هرات والي، مولانا نوراحمد اسلامجار، ځایي مسوولین، سوداګرو او د یادې ولسوالۍ اوسېدونکو او د زلزلې له امله زیامن شوو کسانو برخه اخیستې وه.
د هرات والي مولانا اسلامجار له ملي سوداګر میرویس عزیزي او نورو سوداګرو مننه وکړه چې په دې سختو شرایطو کې د هرات له زیانمنو خلکو سره ودرېدل.
د عزیزي بنسټ مشر میرویس چې په خپله شخصي الوتکه کې له متحده عربي اماراتو هرات ته راغلی و، د یاد ښارګوټي د پرانیستې مراسمو کې یې وویل چې په دغه ښارګوټي کې جوړ شوي کورونه نن پر زیانمنو مستحقو کورنیو ووېشل شول.
هغه زیاته کړه چې له دې وروسته به دغو خلکو ته کاري فرصتونه هم پیدا کوي.
ځایي مسوولین وایي چې د دغه ښارګوټي هر کور دوه خونې، یو دلېز، یوه اشپزخانه او یو تشناب لري.
د دوی په وینا، دغه راز په ښارګوټي کې ښوونځی، کلینیک او پارک هم جوړ شوي دي.
څو میاشتې مخکې د هرات په زندهجان او غوریان ولسوالیو کې د زلزلې له امله شاوخوا ۲۵۰۰ کسان مړه او همدومره نور ژوبل شوي وو.
ځایي مسوولین وایي چې تر اوسه د بېلابېلو ملي او نړۍوالو بنسټونو له خوا سلګونه نور کورونه هم جوړ شوي دي.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP