Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

رینا امیري ادعا کوي چې افغانستان کې ښځې په «سیسټماټیک» ډول له ټولنې لرې کېږي

کابل (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۲): د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې ویلي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې کېږي خو ا.ا دا ډول څرګندونې بیا بیا رد کړې دي.

د افغان ښځو او بشري حقونو لپاره د امریکا ځانګړې استازې رینا امیري د امریکا د استازو جرګې په ناسته کې ویلي چې له تېرو دوو کلونو راهیسې په افغانستان کې د ښځو حقونه تر پښو لاندې شوي او ښځې په «سیسټماټیک» ډول له ټولنې لرې کېږي.

هغې زیاته کړې چې افغان مېرمنې د نړۍوالې ټولنې مرستې ته اړتیا لري او په افغانستان کې د ښځو حقونو لپاره یوازې امریکا نه بلکې ټوله نړۍ هڅې کوي.

د راپورونو له مخې، دغه څرګندونې د امریکا د استازو جرګې د بهرنیو اړیکو کمېټې له لوري د افغانستان په اړه د بایډن د حکومت د تګلارې ارزونې په ناسته کې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړۍوال سازمان او د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ ادارې یا اوچا هم د تېرې لېندۍ میاشتې په لومړیو کې افغانستان کې د ښځو له حقونو د سرغړونې په اړه اندېښنه ښودلې وه.

د افغانستان سرپرست حکومت چارواکو تر دې مهاله د رینا امیري د یادو څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي خو د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد د بښنې نړۍوال سازمان او اوچا د څرګندونو په اړه ویلي وو: «افغانستان کې هر چا ته خپل حقونه رسېدلي او موږ اوس هم کوښښ کوو څو د خلکو حقونو ته رسېدنه وشي. دا اسلامي نظام دی د خلکو حقونه پېژني او خلکو ته یې د حقونو د ورکړې ژمنه کړې، هغوی باید په دې اړه تشویش ونه کړي.»

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.