کابل (پژواک، ۲۲ مرغومی ۱۴۰۲): د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال عباس ستانکزي د انګلستان سرپرست سفیر سره په لیدنه کړې ویلي، چې اسلامي امارت له ټولو اړخونو سره خبرې او تعامل د هېواد، سيمې او نړۍ په ګټه بولي.
د بهرنیو چارو وزارت څخه د مرغومي په ۲۲مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې سیاسي مرستیال شیر محمد عباس افغانستان لپاره د انګلستان له سرپرست سفير رابرټ ډکسن سره وکتل.
سرچینې زیاته کړې، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په دغه کتنه کې له ډکسن څخه د انګلستان له لوري د شويو بشري مرستو له امله مننه وکړه او ويې ويل چې اسلامي امارت له ټولو اړخونو سره خبرې او تعامل د هېواد، سيمې او نړۍ په ګټه بولي.
په ورته وخت کې د افغانستان لپاره د انګلستان سرپرست سفير ډکسن په دغه کتنه کې وويل چې د انګلستان او افغانستان ترمنځ تعامل به په راتلونکي کې لا ډېر شي او دې موخې ته رسيدل مهم دي.
بهرنیو چارو وزارت ویلي، دواړو لوریو په دې کتنه کې پر یو لړ نورو دوو اړخيزو او څو اړخيزو موضوعاتو هم خبرې اترې وشوې
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP