کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۲): اسلامي امارت پر یمن هېواد د امریکا او بریتانیا له خوا بمباریو ته په غبرګون کې ویلي، دغه کار د نړۍوالو اصولو ښکاره نقض دی او په سیمه کې د کړکېچ د لا پېچلتیا لامل کرځي.
د راپورونو له مخې، امریکا او بریتانیا د جمعې په ورځ سهار وخته په یمن کې د حوثي وسلهوالو پر یو شمېر مرکزونو هوایي بریدونه کړي دي.
خو اسلامي امارت نن په یوه اعلامیه کې ویلي چې پر یمن د امریکا او بریتانیا له خوا بمباري په سختو ټکو غندي.
په اعلامیه کې زیاته شوې، امارت دا د نړۍوالو اصولو ښکاره نقض او په سيمه کې د کړکېچ د لا پېچلتیا لامل بولي چې د منځني ختیځ او د سيمي ټولو هېوادونو امنيت او ثبات یې عملاً له جدي خطر سره مخ کړی دی.
په دې اعلامیه کې ویل شوي چې امریکا او شریکان یې باید له خپلو تېرو «تجاوزونو او ناکامیو» عبرت واخلي.
همدارنګه په اعلامیه کې راغلي: «له بده مرغه سيمهييز او نړۍوال اغېزناک دولتونه ونه توانېدل چې په غزه کې د صهيونيستي رژيم له خوا د فلسطینیانو د نسل وژنې مخه ونيسي او په دې اړه د موثرو اقداماتو نه شتون د دې لامل شو چې نورو هېوادونو ته جګړه پراخه او سيمه په ناامنۍ او بېثباتۍ کې ښکېله کړي.»
دغه راز په اعلامیه کې زیاته شوې: «د اسرائیلي جنایاتو له ملاتړه رانیولې پر یمن تر برید پورې، ټولې کړنې غیرانساني، پاروونکې او پر مسلمانو ملتونو باندې مخامخ تېری دی، امریکایي او بریتانوي ولسونه باید خپل حکومتونه سرکښۍ، تمرد او بشر ضد کړنو ته پرې نهږدي؛ ځکه د دغسې ظالمانه اقداماتو په پایله کې ملتونه هم زیان او صدمه ویني.»
سرچینې ویلي، اسلامي امارت له مسلمانو هېوادونو غواړي چې له فلسطین او نورو مسلمانو هېوادونو ملاتړ وکړي او په دې ډول حساسو شرایطو کې خپلمنځي واړه واړه اختلافات څنګ ته کړي.
دغه راز په اعلامیه کې راغلي: «له تاثيرګذاره هېوادونو غواړو چې د سيمې د لا زياتې بېثباتۍ مخنيوي په موخه لاس په کار شي او پر صهيونيستي رژيم او ملاتړو يې ټول فشار وارد کړي څو د فلسطيني ولس ټولوژنه او پر يمن بريدونه په عاجل ډول متوقف او د فلسطین قضیې ته دایمي حل راوباسي.»
د یادونې ده، دغه بریدونه وروسته له هغه شوي چې حوثي وسلهوالو په سره بحیره کې پر هغو تېرېدونکو کښتیو بریدونه وکړل چې د اسرائیل او یا له هغوی سره یې تړاو درلود.
Views: 85
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن