Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان او پاکستان روغتیا وزیران د افغان ناروغانو د ویزو ستونزې پر هواري غږېدلي

کابل (پژواک، ۲۳ مرغومې ۱۴۰۲): د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست د پاکستان د روغتیا له وزیر سره په لیدنه کې د افغان ناروغانو د ویزو ستونزې پر هواري او د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړلو برخه کې د یوې واحدې پالیسۍ پر څرنګوالي او اړتیا خبرې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد د پاکستان د روغتیا له وزیر ډاکټر ندیم جان سره لیدلي دي.

سرچینې لیکلي چې په دې لیدنه کې د افغان ډاکټرانو چې په یاد هېواد کې د تخصص برنامه بشپړوي، د افغان ناروغانو د ویزو ستونزو د حل او همداراز د لوګر نایب امین‌الله خان روغتون، د محمدعلي جناح روغتون او نښتر د پښتورګو مرکز د درملو او طبي تجهیزاتو په اړه بحث او خبرې ترسره شوې.

خبرپاڼه کې راغلي، په دې لیدنه کې دغه راز تخصصي پروګرامونو ته په زیاته کچه د افغان ډاکټرانو د جذب او په دواړو هېوادونو کې د ګوزڼ ناروغۍ د له منځه وړو برخه کی د لا زیاتې همغږۍ او د پولیو د له منځه وړو اړوند یوې واحدې پالیسۍ پر څرنګوالي او اړتیا خبرې وشوې.

د پژواک خبري اژانس د یوه راپور له مخې چې د تېرې لېندۍ میاشتې په شپږمه خپور شوی، په افغانستان کې په تېر ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې تر دې دمه د ګوزڼ ناروغۍ شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.