[restrict paid=”true”]
لښکرګاه (پژواک، ۲۴ مرغومی ۱۴۰۲): د هلمند ځایي مسوولین وایې چې د دغه ولایت په نوزاد ولسوالۍ کې له نشهیې توکو سره د مبارزې مسوولینو د یو لړ کشفي معلوماتو پر بنسټ د عملیاتو پر مهال سلګونه کیلوګرامه نشهیي توکي نیولي دي.
د یاد ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس حافظ عبدالباري راشد پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد عملیات د نوزاد ولسوالۍ د فرهاد سیمه کې ترسره شوه چې په ترڅ کې یې ۵۴۰ کیلوګرامه د بنګو بوټي د پروسيس پر مهال ونيول شول.
نوموړی وایې، د یادو نشهیې توکو په تړاو یو کس نیول شوی چې وروسته به اړوند شرعي محکمې ته ور وپېژندل شي.
ده زیاته کړه چې وروسته دغه توکي وسوځول شول.
[/restrict]
Views: 29
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن