Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یوه امریکایي پلاوي له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو پر موضوع خبرې کړې

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۲۳ مرغومی ۱۴۰۲): د امریکا بهرنیو چارو وزارت وايي چې یو پلاوی یې په اسلام‌اباد کې له پاکستاني چارواکو سره د افغان کډوالو پر موضوع خبرې کړې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې مرستیال وزیر ریجارډ ار ورما د جنورۍ له اتمې تر ۱۲مې نېټې پورې د اسرائیل، اردن، عراق او پاکستان ته په سفر تللی و.

سرچینې زیاته کړې چې دغه پلاوي په اسلام اباد کې د پاکستان له لوړپوړو چارواکو سره د امریکا او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لا پراختیا او د علاقې وړ نورو موضوعاتو په اړه خبرې کړې دي.

په خبرپاڼه کې دغه راز ویل شوي چې امریکایي استازي د پاکستاني چارواکو ترڅنګ د نړۍوالو ادارو له مسوولینو او نورو سره هم لیدلي او له هغوی سره خبرو کې یې له هغو افغانانو سره پر مرسته ټینګار کړی چې امریکایانو سره یې په افغانستان کې کار کړی دی.

سرچینې ویلي: «د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ورما د اغېزناکو وګړو او پر شرایطو برابرو افغانانو د بیا مېشتېدو په اړه زموږ د ګډې دلچسپۍ په اړه خبرې کړې دي.»

د افغان کډوالو د بیا مېشتېدنې اړوند مسایلو پر سر د خبرو لپاره اسلام‌اباد ته د دغه لوړپوړي امریکايي چارواکي له سفر مخکې د تېر کال ډسمبر په څلورمه هم یو امریکايي پلاوی له پاکستاني چارواکو سره په امریکا کې د افغان کډوالو د بیا مېشتېدو د بهیر په اړه خبرې کړې وې.

د یادونې ده، په پاکستان کې شاوخوا ۲۵ زره افغانان امریکا ته د تګ په تمه پراته دي او یو شمېر یې د پاکستان له خوا بېرته افغانستان ته را ایستل شوي دي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.