کابل (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۲): د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر د خپل پاکستاني سیال په بلنه اسلاماباد ته سفر کړی دی.
د ایرنا اژانس د راپور له مخې، د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي او سفیر حسن کاظمي قمي پرون شپه (یکشنبه) د افغانستان په چارو کې د پاکستان د لومړي وزیر ځانګړي استازي اصف عليخان دراني په بلنه د یوه پلاوي په مشرۍ د سیمهییزو ستونزو او دوه اړخیزو همکاریو په اړه نظراخیستنې په موخه اسلاماباد ته سفر کړی دی.
د راپور له مخې، ټاکل شوې چې قمي له خپل پاکستاني سیال او د یاد هېواد بهرنیو چارو له وزیر سره له رسمي خبرو ترڅنګ له یو شمېر نورو مسوولینو سره هم وګوري.
دا په داسې حال کې ده چې د روان کال په وږي میاشت کې هم اصف دراني له ایران سره د سیمهییز او دوه اړخیز نظر اخیستنې، په ځانګړې توګه د افغانستان بدلونونو څېړلو په موخه تهران ته سفر کړی و.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP