Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار او اروزګان کې له څه باندې ۳۲۰۰ کورنیو سره مرسته وشوه

ترینکوټ، جلال‌اباد (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۲): سیمه‌ییز مسوولین وایي، د ملګرو ملتونو د خوړو نړۍوال پروګرام له لوري په اروزګان او ننګرهار کې له څه باندې ۳۲۰۰ کورنیو سره مرسته شوه.

د اروزګان د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست اداري مدیر ننګیالي حبیبي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه ولایت کې له دوه زره او ۶۲ کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وشوې.

دغه راز، ننګرهار کې د کلیو بیارغونې او پراختیا رییس مولوي قسمت‌الله مبارز هم وایي چې په دغه ولایت کې له ۱۲۰۸ اړمنو کورنیو سره مرستې وشوې.

د سرچینو د معلوماتو له مخې، دغه مرستې د ملګرو ملتونو د خوړلو نړۍوال سازمان له لورې شوې او هرې کورنۍ ته په دغو مرستو کې ۵۰ کیلوګرامه اوړه، څلورنیم لېتره غوړي، شپږ کیلوګرامه دال، مالګه او د ماشومانو تقویتي خواړه ورکړل شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.