کندهار (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۲) د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین وایي، له دغه ولایته سږ کال په کمه اندازه انار صادر شوي دي.
د یادې خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا پژواک خبري اژانس ته وویل، سږ کال له کندهاره د ۲۹ میلیونه ۴۲۷ زره او ۶۰۰ امریکايي ډالرو په ارزښت ۷۳ زره ۵۶۹ ټنه انار بهر ته صادر شوي دي.
د هغه په وینا، سږ کال د انارو ټيټ کیفیت او د لارو بندېدل هغه دوه لوی لاملونه وو چې د انارو صادرات یې کم کړي او دغه راز یې نرخونه هم ټيټ شوي وو.
هغه وویل، تېر کال له کندهاره د ۴۸ میلیونه ۸۶۶ زره ۹۰۳ امریکايي ډالرو په ارزښت ۸۸ زره ۶۲۵ ټنه انار بهر ته صادر شوي وو.
بینا زیاته کړه: «سږ کال انارو مرض هم کړی و، کیفیت یې ښه نه و؛ ځکه یې په بهر کې ښه بیه هم نه لرله، د صادراتو د کمښت ترڅنګ يې ارزښت هم ډېر کښته و او بیا په دې اخر کې د سپینبولدک لار هم بنده شوه؛ نو ځکه یې صادرات او ارزښت دواړه کم وو.»
د نوموړي په خبره، د کندهار انار د پاکستان ترڅنګ هند، متحده عربي اماراتو او قرغستان ته هم صادر شوي دي.
ورته مهال، د انارو سوداګر هم وایي، سږ کال له یوې خوا وچکالۍ د انارو کیفیت خراب کړ او له بلې خوا پاکستان سره د سپینبولدک دروازه هم د یو څه مودې لپاره تړل شوې وه چې له امله یې دوی ته سخت زیانونه واوښتل.
یوه سوداګر حاجي عبدالصمد وویل: «سږ کال انار په اول ګل کې ښه وو، موږ باغونه په ډېرو پيسو رانیول، خو وروسته اکثره انار وچاودل او په ځینو سیمو کې باران هم ورباندي وشو چې لوی تاوان يې راته ورسوی.»
دغه راز، یوه بل سوداګر سیفالله هم وویل چې سږ کال ځينو سوداګرو بېکیفیته انار بهرنیو هېوادونو ته صادر کړي وو چې دغه چاره د ښو انارو د بازار پيکه کېدو لامل شوه.
هغه زیاته کړه: «وروسته د پاکستان له خوا لار هم بنده شوه او انار تر ډېره دلته پاته شول، نو ما خپله د پنځوس لکه افغانیو باغونه اجاره کړي و، خو څلوېښت لکه مې هم نه دي ورباندې جوړې کړي.»
هغوی له حکومته غوښتنه کوي چې کندهار کې دې د انارو د ساتنې لپاره سړې خونې جوړې کړي.
Views: 43
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن