کابل (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي، د روانې جنورۍ میاشتې په ۱۸مه د وزیر محمداکبر خان دویمه درجه ولایتي یو ورځنۍ سیالۍ پیلېږي چې ۳۷ لوبډلې به په کې برخه ولري.
د افغانستان کرکټ بورډ د کورني کرکټ څانګې پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، د جنورۍ په اتلسمه د وزیر محمد اکبرخان دویمه درجه ولایتي سیالیو ۱۵م پړاو لوبې پیلېږي چې د ۱۸ ورځو لپاره به په خوست، کندهار، کونړ او ننګرهار ولایتونو کې دوام ولري.
همدارنګه په دغو سیالیو کې د هېواد ۳۷ ولایتي لوبډلې برخه اخلي چې ترمنځ به یې ۹۳ سیالۍ ترسره شي.
دې ادارې ویلي، په یادو سیالیو کې د کابل، کندوز، میدانوردګ، خوست، بامیان، غزني، نورستان، کندهار، پروان، هلمند، نیمروز، اروزګان، بدخشان، پکتیا، پنجشېر، خوست، سرپل، کونړ، بغلان، کاپیسا، فاریاب، سنمګان، فراه، پکتیکا، هرات، بلخ، دایکنډي، جوزجان، زابل او تخار ولایتونو لوبډلې برخه لري.
کرکټ بورډ ویلي، په یادو سیالیو کې لوبډلې په شپږو ګروپونو وېشل شوې چې د هر ګروپ مخکښه لوبډله به د وزیر محمد اکبرخان لومړۍ درجه سیالیو ته لار ومومي.
سرچینې د افغانستان کرکټ بورډ د اجرائیه رییس نصیبخان له قوله لیکلي، دا سیالۍ د نوو استعدادونو د موندلو او هېواد کې د کرکټ لوبې د ودې په موخه هر کال ترسره کېږي.
نوموړي زیاته کړې چې په دغو سیالیو کې شاوخوا ۷۰۰ لوبغاړو ته د خپلو وړتیاوو ښودلو فرصت ورکړل شوی دی.
نصیبخان دغه راز ویلي: «موږ ژمن یو چې کرکټ لوبه د هېواد هرې برخې ته ورسوو او دا چې د ۳۷ ولایتي لوبډلو په ګډون د دویمې درجې سیالۍ پیلېږي، دا په هېواد کې د دې لوبې د پرمختګ او ودې لویه نښه ده.»
د یادونې ده، د کورني کرکټ څانکې له پلان سره سم دا په روان میلادي کال کې لومړۍ سیالۍ دي چې ترسره کېږي او له دې وروسته به په فبروري میاشت کې د ۱۲ ولایتي لوبډلې ترمنځ د وزیر محمداکبر خان لومړۍ درجه ولایتي لوبې پیل شي.
Views: 164
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن