Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

سره میاشتې د سوري زړه ۶۵ نور ماشومان بېلابېلو روغتونونو ته وروپېژندل

[restrict paid="true"]

کابل (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۲): د افغاني سرې میاشتې ټولنه وایي چې د سوري زړه پر ناروغۍ د اخته ماشومانو یوه بله ډله هم پلازمېنه کابل کې ۶ کورنیو روغتونونو ته د درملنې په موخه ور وپېژندله.

دې ټولنې د مرغومي په ۲۵مه په یوه خبرپاڼه کې چې پر اېکس‌پاڼه یې خپره کړې ویلي، ۶۵ ماشومان چې اوسمهال د سوري زړه له ناروغۍ کړېږي، په دغو روغتونونو کې به تر درملنې لاندې ونیول شي چې لګښت یې د افغاني سرې میاشتې له لوري ورکول کېږي.

د يادونې ده، په تېرو ۱۸ میاشتو کې افغاني سرې میاشتې د سوري زړه پر ناروغۍ اخته ۲ زره ۷۳۷ ماشومان د درمنلې او عملیاتو لپاره د هېواد دننه بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلي دي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.