ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ترکیې پولیسو ۹۹ نور افغان کډوال نیولي

د ترکیې پولیسو ۹۹ نور افغان کډوال نیولي

author avatar
16 Jan 2024 - 03:46
د ترکیې پولیسو ۹۹ نور افغان کډوال نیولي
author avatar
16 Jan 2024 - 03:46

[restrict paid=”true”]

اټلانتا (پژواک، ۲۵ مرغومی ۱۴۰۲): په ترکیه کې د ناقانونه کډوالو د نیولو په لړ کې د دغه هېواد پولیسو لږ تر لږه ۹۹ افغان کډوال نیولي دي .

ترکي رسنیو د یکشنبې په ورځ خبر ورکړی چې دغه افغانان د شنبې په ورځ په ارزانجان ښار کې د پولیسو له خوا د قانوني اسنادو نه لرلو په تور نیول شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې دغه افغان کډوال د ارزانجان ښار پر لویه لار د تالاشۍ پر مهال په یوه لارۍ کې موندل شوي دي.

دا لا څرګنده نه ده چې ایا دغه افغان کډوال به افغانستان ته ولېږل شي که څنګه، خو مخکې ډېری کسان له نیول کېدو وروسته افغانستان ته استول شوي.

د نیول شوو کډوالو په اړه نور جزییات نه دي ورکړل شوي، خو اکثره افغان کډوال هڅه کوي چې د ترکیې له لارې اروپايي هېوادونو ته ځانونه ورسوي.

د یادونې ده، په دې وروستیو کې ترکیه کې زرګونه افغانان نیول شوي او بېرته یې افغانستان ته یې ډیپورټ کړي دي.

[/restrict]

Views: 40

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.