[restrict paid=”true”]
کابل (پژواک، ۲۶ مرغومی ۱۴۰۲): د میدانوردګو امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت سیداباد ولسوالۍ اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار ترافیکي پېښه کې درې کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
د میدانوردګو امنیې قوماندانۍ ویاند یوسف اسرار وایي چې دا پېښه تېره شپه ناوخته د دغه ولایت سیداباد ولسوالۍ مربوطاتو کې د عزیز کلا سیمه کې شوې ده.
هغه زیاته کړې چې پېښه د کرولا او ټېلر موټرو ترمنځ د ټکر له امله شوې چې په پایله کې یې درې کسان مړه او دوه نور ټپیان شوي دي.
دی وایي، ټپیان د یادې ولسوالۍ امنیتي منسوبینو په مرسته د غزني ملکي روغتون لېږدول شوي او روغتیایي حالت یې نازک ښودل شوی دی.
د یادونې ده، په دې وروستیو کې په هېواد کې ترافیکي پېښې ډېرې شوې او د خپرو شوو راپورونو له مخې، د روان لمریز کال له پیله راهیسې په ټول هېواد کې د ترافیکي پېښو له امله تر څلور زره ډېرو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
[/restrict]
Views: 86
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن