Language

د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن له هند سره درېیمه شل‌اوریزه لوبه کوي

کابل (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۲): د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله د درېیو نړۍوالو شل‌اوریزو سیالیو په لړ کې نن له هند سره خپله درېیمه او وروستۍ لوبه کوي.

کرکټ بورډ پر خپله فېسبوک‌پاڼه لیکلي چې د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د هند پر وړاندې درېیمه او وروستۍ شل‌اوریزه نړۍواله لوبه د دغه هېواد بنګلور ښار په چیناسوامي لوبغالي کې د افغانستان پر وخت د ماښام شپږ بجې پیلېږي.

دغه راز په دې سیالیو کې هند دوه لوبې ګټلې او دوه پر صفر له افغانستانه مخکې دی.

د یادونې ده، افغانستان به له یادو سیالیو وروسته له سریلانکا او ایرلېنډ سره هم ټیسټ، یو ورځنۍ او شل‌اوریزې لوبې ترسره کړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.