Language

هلمند کې د بهرنیو اسعارو کارونې په تور ۱۷ کسان نیول شوي

[restrict paid="true"]

لښکرګاه (پژواک، ۲۷ مرغومی ۱۴۰۲): د هلمند امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار او ګرشک ولسوالۍ کې د بهرنیو اسعارو کارونې په تور ۱۷ کسان نیول شوي دي.

د هلمند امنیې قوماندانۍ ویاند ملا عزت‌الله حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل چې یاد کسان د بهرنیو اسعارو کارونې په تور د افغانیو د تر ویج کمېټې مسوولینو له لوري نیول شوي دي.

نوموړي وویل، نیول شوي کسان به درې ورځې بند تېروي او بیا به په ضمانت خوشي کېږي او هټۍ به یې هم درې ورځې تړلې وي.

حقاني زیاتوي، په هلمند کې د افغانیو د ترویج کمېټې مسوولینو د دغه ولایت پر خلکو غږ کړی چې نور په راکړو ورکړو کې له افغانیو کار واخلي څو اقتصاد وده وکړي او ترڅنګ یې اسلامي وجیبه ادا کړي.

دی وایي، که چېرې بیا هم په کاروبارونو کې له بهرنیو اسعارو کار واخلي، د امنیتي ځواکونو له خوا به قانوني چلند ورسره وشي.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.