[restrict paid=”true”]
لښکرګاه (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۲): د هلمند امنیتي مسوولین وايي چې د دغه ولایت له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیریت منسوبینو په مرکز لښکرګاه ښار کې د غلاوو په تور لس کسان نیولي دي.
د هلمند امنیې قوماندانۍ ویاند ملا عزتالله حقاني پژواک خبري اژانس ته وویل، له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدیرت منسوبینو د یوه کشفي راپورو پر بنسټ د مرکز لښکرګاه ښار په بېلابېلو سیمو کې د ډلهییزو غلاو په تور لس کسان نيولي دي.
د حقاني په وینا، یادو غلو له وسلو په استفاده له هېوادوالو موټر، موټرسايکل او مبایلونه غلا کول.
نوموړي زیاته کړه چې له نیول شوو کسانو سره درې ميله وسلې، دوه لاسي بمونه، دوه د کلاشینکوف شاجورونه او یو شمېر مرمۍ هم نيول شوي دي.
[/restrict]
Views: 23
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن