مهترلام (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۲): د لغمان امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په الیشنګ ولسوالۍ کې د والیبال لوبې پر مهال شخړه کې څلور کسان وژل شوي دي.
د لغمان امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزي نن (د مرغومي ۲۸مه) پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه پېښه پرون مازدیګر د الیشنګ ولسوالۍ اړوند د نورام په نوم کلي کې شوې ده.
هغه وویل، پېښه د والیبال لوبې پر سر د لفظي شخړې په نتیجه کې رامنځته شوې چې له امله یې څلور کسان وژل شوي دي.
د نوموړي په خبره، د نصیراحمد په نوم هغه کس له یو میل کلاشینکوف سره نیول شوی چې ډزې یې کړې دي.
سرچینې دغه راز وويل چې نیول شوي کس پر خپل جرم اعتراف کړی او له لومړنیو څېړنو وروسته به عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
Views: 729
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن