Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ایران: د پاکستان بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لس کسان وژل شوي

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۲۸ مرغومی ۱۴۰۲): ایران ویلي چې پر سراوان سیمې د پاکستان بریدونو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون لس «بهرني» وګړي وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ عامه اړیکو له دفتره په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې ځواکونو یې د مرغومي په ۱۸مه پنجشنبې سهار وخته په ایران کې د بلوڅ وسله‌والو پر مرکزونو چې په پاکستان کې یې په ډېرو بریدونو کې لاس درلود، بریدونه کړي دي.

سرچینې زیاته کړې چې دغه بریدونه د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو وو.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د بلوڅانو د خپلواکۍغوښتونکې ډلې پر مرکزونو دغه بریدونه بریالي وو.

خو د پاکستان پوځ په دغه برید کې د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه معلومات نه دي ورکړي.

بلخوا ایراني رسنیو د ځایي مسوولینو په حواله خبر ورکړی چې د پاکستان په بریدونو کې لس کسان وژل شوي چې ټول پاکستاني وګړي دي.

د ایران تسنیم اژانس د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت په حواله خبر ورکړی چې دغه بریدونه د سیستان بلوچستان ایالت په سراوان سیمه کې پر ملکي خلکو شوي دي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې بریدونو کې لس کسان وژل شوي چې اکثره یې ښځې او ماشومان او بهرني وګړي (پاکستانیان) دي.

پاکستان وروسته له هغه دا بریدونه وکړل چې ایران د پاکستان د بلوچستان ایالت په پنجګور سیمه کې د جیش‌العدل په نوم وسله‌والې ډلې پر مرکزونه بریدونه وکړل.

ایران دې ډلې ته ترهګره ډله وایي او ادعا کوي چې د ایران په داخل کې په ډېرو بریدونو کې لاس لري، ایران نه دي ویلي چې په دغو بریدونو کې څو کسان وژل شوي خو پاکستان ویلي چې د ایران په بریدونو کې درې ماشومان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.