مزارشریف (پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۲): د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د مرکز مزارشریف ښار بېلابېلو ساحو کې یې لسګونه کیلوګرامه نشهیي توکي کشف او ترلاسه کړي او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.
د بلخ امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري پژواک خبري اژانس ته وویل چې په نیول شوو نشهیي توکو کې ۳۶ کیلوګرامه تریاک، ۵۶ کیلوګرامه چرس، ۴۵ کیلوګرامه اېف پوډر، درې کیلوګرامه شیشه، پنځه زره کا ټابلیټ او همدارنګه د ۱۲۰ لېترو په اندازه خارجي او داخلي شراب شامل دي.
هغه وایي چې یاد توکي یې د دغه ښار په بېلابېلو سیمو کې د ځانګړو عملیاتو په ترڅ کې ترلاسه کړي دي.
د وزیري د معلوماتو له مخې، په دې تړاو یې دوه کسان هم نیولي او دوسیې یې تر څېړنې لاندې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP