ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ۱۹ کلنو لوبډلو د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالۍ پیل شوې

د ۱۹ کلنو لوبډلو د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالۍ پیل شوې

author avatar
19 Jan 2024 - 18:49
د ۱۹ کلنو لوبډلو د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالۍ پیل شوې
author avatar
19 Jan 2024 - 18:49

اټلانټا(پژواک، ۲۹ مرغومی ۱۴۰۲): د ۱۹ کلنو لوبډلو د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالۍ په سویلي افریقا پیل شوې، چې پکې د ۱۶ هېوادونو لوبډلو برخه اخیستې ده.

د کرکټ نړۍوالې شورا د مرغومي په ۲۹مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي، چې دا هېوادونه په څلورو ګروپونو وېشل شوې دي.

سرچینې زیاته کړې، په الف ګروپ کې ایرلینډ، امریکا، بنګله دېش او هند، په ب ګروپ کې سکاټلینډ ، انګلستان، سویلي افریقا او ویسټ انډیز، په سي ګروپ کې استرالیا، نمیبیا، زمبابوې او سریلانکا او په ډي ګروپ کې افغانستان پاکستان، نیوزیلینډ او د نیپال لوبډله شامله ده.

دا سیالۍ چې نن پیل شوې، له د رېیو اوونیو وروسته د راتلونکې فرورۍ میاشتې په ۱۱مه نېټه پای ته رسېږي.

ددې سیالیو په لومړۍ ورځ نن ایرلینډ امریکا ته او کوربه سویلي افریقا ویسټ انډیز ته ماتې ورکړه.

افغانستان به خپله لومړۍ لوبه سبا شنبه له پاکستان سره کوي.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.