کابل (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۲): یو شمېر چینایي پانګهوالو په اسلاماباد کې له افغان سفیر سره په لیدنه کې ویلي، غواړي افغانستان کې د لمریزې برېښنا برخه کې د ۵۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.
په اسلاماباد کې د افغانستان سفارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه سفارت سرپرست سردار احمدشکیب له یو شمېر چینایي پانګهوالو سره د سفارت په مقر کې کتلي دي.
سرچینې لیکلي چې په دغه لیدنه کې چینايي پانګهوالو ویلي، غواړي افغانستان کې د لمریزې برېښنا په برخه کې د ۵۰۰ میلیونه ډالرو په ارزښت پانګونه وکړي.
خبرپاڼه کې راغلي چې افغان سفیر یادو پانګهوالو ته ډاډ ورکړی چې افغان حکومت اقتصاد محوره پالیسۍ تعقیبوي او هرې هغي پانګونې ته ښه راغلاست وايي چې رڼه او د عامو افغانانو په ګټه وي.
Views: 61
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن