کندهار (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۲): د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي چې سږ کال په دغه ولایت کې د شاتو تولیدات څو چنده ډېر شوي دي.
د کندهار د کرنې او مالدارۍ ریاست د مالدارۍ امر مولوي محمدحامد پژواک خبري اژانس ته وویل چې سږ کال په دغه ولایت کې د عسلو د تولید ۵۱ نوي فارمونه جوړ شوي دي.
هغه دغه راز زیاته کړه، تېر کال په دغه ولایت کې د شاتو مچیو ۲۲ فارمونه وو، خو دا چې تولیدات یې ښه وو، اوس یې شمېر ۷۳ فارمونو ته رسېدلی دی.
د هغه په وینا، له دې مخکې به یوه فارم یوازې شاوخوا ۵۰۰ کیلوګرامه عسل تولید درلود خو اوس هر فارم شاوخوا ۱۵۰۰ کیلوګرامه عسل تولیدوي چې سږ کال ټول شاوخوا ۵۰ زره کیلوګرامه عسل تولید شوي دي.
دی وایي: «سږ کال د شاتو مچیو فارمونه ډېر شوي؛ نو ځکه یې تولیدات هم ډېر وو.»
د هغه په خبره، د کندهار هوا ګرمه او د عسلو مچیو ساتنې لپاره مناسبه ده.
ورته مهال، د عسلو مچیو فارملرونکي وايي، تېر کال یې د سړې هوا له امله ډېر شمېر مچۍ له منځه ولاړې، خو سږ کال یې مچۍ روغې او حاصلات یې ښه شوي دي.
د مچیو د یوه فارم مسوول حضرت ولي په دې اړه وویل: «تېر کال زما تر شل صندوقه ډېرې مچۍ مړې شوې؛ ځکه زه نه ورسره پوهېدم او هوا هم یخه وه، خو سږ کال مې بیا د کرنې ریاست په همکارۍ دوه فارمونه جوړ کړل چې هم ورسره بلد شوم او هم مې ډېر شات ترلاسه کړل.»
د یوه بل فارم مسوول شاهولي بیا وايي، درې کاله کېږي چې د مچیو ساتنې فارمونه لري، خو دا چې حاصلات یې ښه او ګټه یې ډېره ده، سږ کال یې درې نور فارمونه هم جوړ کړي دي.
هغه زیاته کړه: «پخوا له مچیو سره نه پوهېدو چې څنګه یې وساتو او په کومو سیمو کې فارم جوړ کړو، خو اوس ورسره پوه شوي یو، سږ کال ما له خپلو دوو فارمونو ۱۷ سوه کیلوګرامه شات ترلاسه کړي دي.»
دوی وايي، په کندهار کې یوازې د ریحان ګل «کشمالي» عسل په ډېره کچه ترلاسه کېږي؛ ځکه په دغه ولایت کې د ریحان ګل کښت د پخوا په پرتله ډېر شوی دی.
اوسمهال په کندهار ښار کې د یو کیلوګرام عسلو بیه له څلور سوه تر زر افغانیو پورې رسېږي چې د پلازمېنې په ګډون ډېر شمېر ولایتونو او له هېواده بهر ته هم صادریږي.
Views: 27
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن