میمنه (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۲): فاریاب کې سیمهییزې سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د اندخوی – جوزجان او المار ولسوالۍ پر لارو د دوو ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ او ۷ نور ټپیان شوي دي.
د فاریاب د ترافیکي پېښو مدیر احمدفهیم کوهي پژواک خبري اژانس ته وویل چې پرون له غرمې وروسته د خانچارباغ ولسوالۍ اړوند په «ختم قیر» سیمه کې د اندخوی – جوزجان پر لویه لار یو کرولا او سراچه موټر سره لګېدلي دي.
هغه زیاته کړه چې په دې پېښه کې په سراچه کې یو کس مړ او یو بل ټپي او په کرولا موټر کې څلور کسان ټپیان شوي دي.
نوموړي زیاته کړه، د پېښې ټپيان د اندخوی روغتون ته لېږدول شوي چې روغتیايي وضعیت یې نازک ښودل شوی دی.
په همدې حال کې، د فاریاب د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي شمسالدین محمدي وايي چې تېره ورځ د دغه ولایت د المار ولسوالۍ په خواجه عثمان سمیه کې د یوه فیلډر موټر چپه کېدو پېښه کې دوه کسان ټپیان شوي دي.
Views: 6
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن