Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

«د پاکستان له فضا څخه د الوتنو شمېر ۵۰ سلنه کم شوی»

کابل (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۲): د ایران او پاکستان له لوري د یو بل پر خاورو له بریدونو وروسته، د پاکستان له هوایي حریمه د تېرېدونکو الوتکو کچه نږدې ۵۰ سلنه کمه شوې ده.

پاکستانۍ رسنۍ اکسپرس ټریبیون تېره ورځ خبر خپور کړی چې وړمه ورځ د پاکستان له هوایي حریمه یوازې ۴۵۰ الوتکې تېرې شوې؛ په داسې حال کې چې پخوا به د دغه هېواد له حریمه شاوخوا ۷۵۰ الوتکې تېرېدې.

سرچینې د یادو الوتنو د کمښت لامل د ایران او پاکستان پر یو او بل وروستني بریدونه یاد کړي دي.

په راپور کې راغلي چې د هرې الوتنې په سر د پاکستان حکومت فیسونه ترلاسه کوي چې په هغه کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

سرچینې د پاکستان د هوايي چلند مسوولینو له قوله لیکلي چې دغه هېواد په هیڅ لوري د الوتنو کوم بندیز نه دی لګولی.

د یادونې ده، ایراني چارواکو د تېرې سه شنبې په ورځ ویلي وو چې د پاکستان په پنجګور ولسوالۍ کې یې د جیش‌العدل ډلې د کسانو پر یوه کمپ هوايي برید کړی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون لس کسان په کې وژل شوي دي.

ورته وخت کې پاکستاني رسینو هم خبر ورکړی چې پاکستاني ځواکونو د ایران د برید غچ اخیستی او په سراوان سیمه کې یې د پاکستان د بلوڅانو خپلواکۍ غوښتونکې ډلې (بي‌اېل‌ای) پر مرکزونو د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیز بریدونه کړي دي.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.