کابل (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۲): سیمهییز مسوولین وايي چې د بغلان په جلګې ولسوالۍ او د فراه په مرکز کې د دوو جلا شخړو په پایله کې دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د فراه امنیې قوماندانۍ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، پرون (د مرغومي ۱۹مه) ماښام مهال د دغه ولایت د مرکز فراه ښار دویمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې د څو کسانو ترمنځ شخړه شوې چې په پایله کې یې یو کس د چاقو په ګوزارونو وژل شوی او درې نور ټپيان شوي دي.
سرچینه زیاتوي، په شخړه کې ښکېل کسان نیول شوي خو د نصیر په نوم یو کس چې د قاچو ګوزارونه یې کړي وو، له سیمې تښتېدلی دی.
بلخوا، د بغلان په جلګې ولسوالۍ کې هم د دوو کسانو ترمنځ شخړه کې یو کس وژل شوی دی.
د بغلان امنیې قوماندانۍ ویاند شبيراحمد برهاني پژواک ته وویل، وړمه ورځ د جلګې ولسوالۍ په ماسان کلي کې د دوو کسانو ترمنځ لومړی لفظي شخړه شوې او وروسته د شریفالله په نوم کس په ډزو وژل شوی دی.
د نوموړي په خبره چې د پېښې په تړاو یې یو کس نیولی دی.
تر اوسه د دواړو پېښو علت نه دی په ډاګه شوی.
د یادونې ده، دوه ورځې مخکې د لغمان په الینګار ولسوالۍ کې هم د والیبال لوبې پر مهال شخړه کې څلور کسان په ډزو وژل شوي وو.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP