Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بدخشان کې د غورځېدلې روسۍ الوتکې د پیلوټ په ګډون څلور کسان ژغورل شوي او دوه مړه دي

[restrict paid="true"]

فیض‌اباد، کابل (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت وایي چې په بدخشان کې د لوېدلې روسۍ الوتکې څلور کسان ژوندي پاتې دي خو بلخوا د بدخشان ځایي مسوولینو ویلي چې دوه کسان مړه شوي دي.

یاد وزارت د سلواغې په لومړۍ نېټه د شپې ناوخته پر اېکس‌پاڼه لیکلي، هغه الوتکه چې په بدخشان ولایت کې نادرکه شوې وه، د کوف‌آب ولسوالی د ارز کوه په سیمه کې پيدا شوې ده.

سرچینې زیاته کړې چې د اسلامي امارت ژغورونکې ډلې له خوا د یادې الوتکې د پیلوټ په ګډون څلور کسان ژغورل شوي او د پاتې کسانو لټون روان دی.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ورته څرګندونې کړې او زیاته کړې یې ده چې د پلټونکي ډلې له خوا د پاتې کسانو د لټون لپاره اوس هم هلته هلې ځلې روانې دي.

خو د بدخشان ولایت مقام د دفتر رییس خان‌محمد حاجي اسد پژواک خبري اژانس ته وویل چې د غورځېدلې الوتکې دوه کسان مړه او څلور نور ژغورل شوي او په سیمه کې د اسلامي امارت له ژغورونکې ډلې سره دي.

له دې مخکې ځینو رسنیو خبر ورکړی و چې دا الوتکه د هند ده خو د هند هوایي چلند اداراې په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په بدخشان ولایت کې غورځېدلې الوتکه په دوی پورې تړاو نه لري.

سرچینې زیاته کړې چې دا یوه شخصي وړه جیټ الوتکه وه چې د امبولانس په توګه ترې کار اخیستل کېده او له ټایلینډه د ازبکستان  تاشکند ښار او بیا له هغه ځایه مسکو ته روانه وه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې الوتکې د هند په ګایا هوایي ډګر کې د تېلو ترلاسه کولو په موخه لنډه ناسته کړې وه.

د راپورونو له مخې، دا روسۍ جوړه الوتکه په مراکش هېواد کې راجستر ده او په کې ټول شپږ کسان چې دوه روسان دي، سپاره وو.

[/restrict]

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.