[restrict paid="true"]
کابل (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۲): د هرات ښاروالۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت د مرکز په ۲مه ناحیه کې د ۳۳ میلیونو افغانیو په لګښت د یوې پراختیايي پروژې چارې پيل شوې دي.
د یادې پروژې د چارو پیل پرمهال د هرات ښاروال ملا نعمتالله حسن حاجي وویل چې د لوی جامې جومات سوېلي واټ په اړوند سیمه کې د ښاروالۍ پر ۶، ۷ او ۸ شمېرو ملکیتونو کې د نږدې ۳۳ میلیونه افغانیو په لګښت په تاریخي ډول د هټیو جوړولو چارې پیل شوې.
د حسن حاجي په وینا، یاده پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د ۶ میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې ده.
د یادونې ده، څه موده وړاندې هم د ۷۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ښاروالۍ له اول تر شپږم ملکیتونو کې د هټیو جوړولو پروژې چارې پیل شوې وې.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP