Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

پکـتیـا کې لسګونه کيلوګرامه نشه‌يي توکي نيول شوي

ګردېز (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د پکتيا امنيه قومانداني وايي، د دغه ولایت په احمدخيلو ولسوالۍ کې یې شاوخوا ۲۰۰ کيلوګرامه چرس کشف او ترلاسه کړي او په تړاو یې دوه کسان هم نیول شوي دي.

د پکتيا امنيه قوماندانۍ وياند منيب ځدراڼ پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه ناوخته د احمدخيلو ولسوالي امنيتي ځواکونو په يوه ټونس موټر کې ۱۹۲ کيلو ګرامه چرس کشف او ترلاسه کړي دي.

هغه وايي چې دغه توکي له ځاځي اريوب ولسوالۍ څخه هلمند ولايت ته لېږدول کېدل چې د يوه کشفي راپور پر اساس کشف او ترلاسه شول.

د ځدراڼ په خبره، د یادو توکو د انتقال په تور دوه کسان هم نیول شوي دي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.