فراه (پژواک، د سلواغې لومړۍ نېټه ۱۴۰۲): د فراه امنیتي مسولین وایي، د دغه ولایت په بکواه ولسوالۍ کې یې څه باندې ۳۵۰۰ کیلوګرامه نشهيي توکي کشف او له منځه وړي دي.
د یاد ولایت د امنیې قوماندانۍ په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت کشفي ځواکونو نن سهار (د سلواغې لومړۍ) د بکواه ولسوالۍ په «ودود بازار» سیمه کې د عملیاتو پرمهال ۳ زره ۵۰۵ کیلوګرامه بېلابېل ډوله نشهیي توکي کشف کړي او سوځولي دي.
خبرپاڼه کې ویل شوي، د دغو عملیاتو پر مهال یې یاده سیمه کې ۶۹ کیلوګرامه د «ښیښې» په نوم د نشتهيي توکو خام مواد هم نیولي چې په یو لوکسل موټر کې ځای پرځای شوي وو.
د خبرپاڼې په حواله، د یاد موټر چلوونکی نیول شوی او دوی هڅه کوي د نیول شوو نشهيي توکو اصلي مالک پيدا کړي.
Views: 32
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن