[restrict paid=”true”]
کندهار (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۲): د کندهار چارواکو له خلکو غوښتنه کړې چې د یکشنبې په ورځ دې ټول کاروبارونه بند کړي او په لویه عیدګاه کې دې په استسقاء لمانځه کې ګډون وکړي.
ټاکل شوې چې د یکشنبې په ورځ سهار لس بجې د کندهار په لویه عیدګاه کې د استسقاء لمونځ ادا او د باران لپاره دعاوې وشي.
د کندهار د امنیې قوماندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید پژواک خبري اژانس ته وویل، د کندهار د امنیت امر د ټولو حوزو مسوولینو ته امر کړی، څو ټول ښاریان د استسقاء په لمانځه کې ګډون ته وهڅوي او تر غرمې پورې کاروبارونه بند کړي.
دغه راز، د کندهار ولایت مقام هم په یوه خپره کړې خبرتیا کې ویلي چې ټول مارکېټونه او دکانونه باید بند شي او کارکوونکي یې د استسقاء لمانځه ته ولاړ شي خو روغتون او نانوایان یې مستثناء بللي.
کندهار ښار کې هم د ډېری مارکېټونو او رسټورانټونو مسوولینو په خپلو خبرتیاوو کې ویلي چې تر غرمې پورې به یې د استسقاء د لمانځه له امله کاروبار بند وي.
[/restrict]
Views: 57
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن