[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۲): د هېواد د وتلي لیکوال او ژورنالېست جعفر هاند نوی کتاب «راشد د کرکټ خان» چاپ او بازار ته عرضه شو.
جعفر هاند د مرغومي په ۳۰مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا کتاب یې د دوو کلونو هلو ځلو وروسته په شاوخوا ۳۰۰ مخونو کې لیکلی او په ننګرهار ولایت کې د مومند خپرندویه ټولنې له خوا چاپ شوی دی.
هغه زیاته کړه، چې په دغه کتاب کې یې ډېر تمرکز د راشد خان د شخصي ژوند پر ځای د هغه پر ورزشي ژوند کړی، دا چې څه ډول یې کرکټ پیل کړ، بیا د افغانستان کرکټ ته څه ډول راغی تر دې پورې چې اوس د نړۍ د هر سوداګریز کرکټ لیګ د لوبغاړو په سر کې د راشد خان نوم وي.
هاند وایي چې په دغه کتاب کې دغه راز د راشد خان پر ملي او نړۍوالو ریکارډونو بحث او تحلیل شوی، په دې اړه په خپله د راشد خان او د نړۍوالو مبصرینو نظرونه اخیستل شوي، راشد خان په دې کتاب کې د خپلو ریکارډنو په تړاو په خپله تفصیل سره غږېدلی دی.
افغانستان کې د کرکټ نور مشهور او پیاوړي لوبغاړي هم شته، خو دا چې پر راشد خان ولې کتاب ولیکل شو، په دې اړه جعفر هاند وایي، راشد خان د افغانستان د کرکت نابغه لوبغاړی دی، د لسیزې غوره لوبغاړی دی او په ټوله نړۍ کې د کرکټ هر لیګ غواړي چې راشد ورته ولوبېږي.
هغه وایي: «راشد خان د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې مهمه څېره ده او موږ باید خپلې څېرې او تاریخونه هېر نه کړو، باید ویې لیکو او د تاریخ په حافظه کې یې ژوندي وساتو.»
د هغه په وینا، د راشد خان له راتګ وروسته د افغانستان د کرکټ بڼه بدله شوه. تر ټولو مهمه دا چې راشد په هېواد کې ډېرو ځوانانو ته یې له هېواد سره د مینې انګېزه ورکړه.
هاند زیاته کړه چې دغه کتاب کې د راشد خان په اړه د هغه د روزونکو، د ملي لوبډلې د لوبغاړو، د راشد خپلې خبرې او د نړۍوالو مبصرینو د نظریاتو ترڅنګ د هغه خپل تحلیل او تجزیه هم شامله ده.
جعفر هاند درې کاله مخکې «درې پېړۍ په نړۍ او افغانستان کې د کرکټ تاریخ» په نوم کتاب هم چاپ کړی و، په دغه کتاب کې افغانستان او نړۍ کې د کرکټ د تاریخ او اوسني وضعيت په اړه لیکل شوی و.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP