Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلو نړۍوال جام؛ هند، پاکستان او انګلستان خپلې لوبې وګټلې

[restrict paid="true"]

اټلانټا (پژواک، ۳۰ مرغومی ۱۴۰۲): د ۱۹ کلنو لوبډلو د یوه ورځني کرکټ نړۍوال جام سیالیو په ترڅ کې پاکستان افغانستان ته، انګلستان سکاټلېنډ ته او هند بنګله‌دېش ته ماتې ورکړه.

د ۱۶ هېوادونو د ۱۹ کلنو لوبډلو په ګډون دا سیالۍ د مرغومي په ۱۹مه، په سوېلي افریقا کې پیل شوې دي.

د دغو سیالیو په دویمه ورځ درې لوبې ترسره شوې، په یوه لوبه کې پاکستان افغانستان ته ستره ماتې ورکړه.

پاکستان لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې د نهو لوبغاړو په سوځېدلو ۲۸۴ منډې جوړې کړې. خو د افغانستان لوبډله یوازې په ۱۰۳ منډو وسوځېده او دغه راز پاکستان دا لوبه د ۱۸۱ منډو په ستر توپیر سره وګټله.

بله لوبه د هند او بنګله‌دېش ترمنځ وشوه، هند لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکل شوو ۵۰ اورونو کې د اوو لوبغاړو په سوځېدلو یې ۲۵۱ منډې جوړې کړې، خو د بنګله‌دېش ټوله لوبډله په ۱۶۷ منډو وسوځېده او دغه راز هند دا لوبه د ۸۴ منډو په توپیر سره وګټله.

درېیمه لوبه د انګلستان او سکاټلېنډ ترمنځ ترسره شوه، په دې لوبه کې سکاټلېنډ ۱۷۴منډې جوړې کړې، د انګلستان لوبډلې یاد هدف د درېیو لوبغاړو په سوځېدو ترلاسه کړ او لوبه یې وګټله.

[/restrict]

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.