[restrict paid="true"]
پلخمري (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۲): د بغلان والي وايي چې د رسنیو فعالیت د نظام په وده او پایښت کې مهم رول لري، باید ملاتړ یې وشي او اطلاعاتو ته هم پر وخت لاسرسی ولري .
د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني نن (د سلواغې ۲مه) د دغه ولایت د سیمهییزو رسنیو له مسوولینو او خبریالانو سره په یوه ګډه ناسته کې اطلاعاتو ته د رسنیو پر لاسرسي د ټینګار ترڅنک وویل، د رسنیو فعالیت پراخول د نظام په ګټه دي، باید هر اړخیز ملاتړ یې وشي.
هغه زیاته کړه، د رسنیو فعالیت د حاکم نظام د پایښت یوه تر ټولو مهمه برخه ده، قانوني غوښتنو ته یې باید پر وخت رسېدنه وشي او اقتصادي ستونزو ته یې هم باید د حل یوه داسې مناسبه لار پیدا شي چې پر اساس یې د رسنیو فعالیت نور هم پراخه شي.
دغه راز د بغلان ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولوي مصطفی هاشمي چې په دغه ناسته کې یې ګډون کړی و، وویل، هغه رسنۍ د ځانګړي درناوي وړ دي چې فعالیت یې د نظام له پالیسۍ سره سم او د راپورونو هدف یې د هېواد د اوسني وضعیت انځورول وي .
د بغلان ولایت مسوولینو په داسې حال کې د رسنیو د فعالیت ستاینه او ترې د ملاتړ ژمنې وکړې چې د سیمهییزو رسنیو مسوولینو په دې لیدنه کې له ګڼو اقتصادي ستونزو شکایت وکړ .
د تنویر سیمهییز خصوصي ټلوېزیون رییس محمدحارث سیار وویل، د نظام له بدلون راهیسې له سیمهییزو رسنیو سره هیڅ مرسته نه ده شوې؛ که شته وضعیت دوام وکړي په دغه ولایت کې ممکن د ځینو رسنیو فعالیت نور هم ټکنی شي.
هغه زیاته کړه، رسنۍ باید کال کې د فعالیت درې جوازونو د پر وخت تمدید پیسې حکومت ته وسپاري، خو حکومت یې هغسې چې لازمه ده د رسنیو اقتصادي ستونزې پام کې نه نیسي.
نوموړي زیاته کړه، که له دې وروسته حکومت د رسنیو د برېښنا بیو او نورو اقتصادي ستونزو حل ته پاملرنه وکړي رسنۍ د مخ پر زوړ حالته راګرځي.
[/restrict]