ترینکوټ (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۲): د اروزګان د اطلاعات او فرهنګ ریاست مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې یې یو شمېر تاریخي اثار موندلي دي.
د یاد ریاست رییس قاري اغاولي قریشي پژواک خبري اژانس ته وویل، دغه تاریخي اثار یې پرون (د سلواغې لومړۍ) د مرکز ترینکوټ په دورافشان سیمه کې موندل شوي دي.
د هغه په خبره، دغه تاریخي اثار په یاده سیمه کې د سړک جوړولو پرمهال په یوه تپه کې د کېندونو پرمهال موندل شوي دي.
نوموړی وايي، تازه موندل شوو اثارو ته د ځايي خلکو د نه پاملرنې له امله زیان اوښتی او زیاتوي چې تراوسه یې د ارزښت او تاریخي مخینې په اړه هم کره معلومات نه لري.
مسوولین وایي، له مرکز کابل څخه د راتلونکي مسلکي ټیم تر څېړنې وروسته به د ترلاسه شوو اثارو د قدامت او ارزښت اړوند معلومات خپاره شي.
باید وویل شی چې تراوسه په دغه ولایت کې ۱۴۳ تاریخي سیمې او ابدې ثبت شوي دي.
Views: 40
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن