کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۲): د اسلامي امارت ویاند وايي چې په بدخشان کې د یوې الوتکې غورځېدو له پېښې څلور ژوندي پاتې کسان کابل ته ولېږدول شول او د روغتیايي ټېمونو له لوري لومړني روغتیايي خدمات ورته برابر شوي دي.
د افغانستان د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت پرون ویلي وو چې د روسیې یوه شخصي جېټ الوتکه چې له هنده د تاشکند پر لور روانه وه، د بدخشان ولایت د کوفآب ولسوالۍ په «پدیو» کلي کې غورځېدلې چې په کې سپاره څلور کسان ژغورل شوي او د نورو کسانو د پیدا کولو پلټنې روانې دي.
خو د بدخشان د والي د دفتر رییس خانمحمد حاجي اسد پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغه الوتکه کې له سپرو دوه کسان مړه شوي او څلور نور ژغورل شوي دي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیحالله مجاهد نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې په بدخشان کې د یوې الوتکې غورځېدو پېښه کې څلور ژغورل شوي کسان کابل ته ولېږدول شول.
هغه لیکلي ژغورل شوو کسانو ته د ترانسپورټ او هوايي چلند او ملي دفاع وزارتونو روغتیايي ټېمونو لومړني روغتیايي خدمات وړاندې کړي دي.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن