Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

تېره میاشت افغانستان ته د نږدې ۳۰۰۰ بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت شوی

کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان د احصايې او معلوماتو ملي اداره وایي، د تېرې میاشتې په اوږدو کې یې د هوايي ډګرونو او ځمکنيو بندرونو له لارې هېواد ته د دوه زره او ۹۷۰ بهرنیو وګړو تګ راتګ ثبت کړی دی.

د احصايې او معلوماتو ملي ادارې په خبرپاڼه کې راغلي، ثبت شوي ارقام ښيي چې د روان لمریز کال په مرغومې میاشت کې د ۱۹ ښځینه ‌وو په ګډون، ۱۵۵۱ بهرني وګړي افغانستان ته راغلي او ۱۴۱۹ نور، چې له دې ډلې ۱۹یې ښځې دي، له افغانستانه وتلي دي.

د دې ادارې د ثبت شوو ارقامو پر بنسټ، د بهرنیو وګړو تر ټولو ډېر تګ راتګ د نیمروز ولایت له بندره، د هرات ولایت له هوايي ډګر او بندرونو او د تورخم بندر له لارې ثبت شوی دی.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.