ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

تېر میلادي کال ترکیه کې د کار پر مهال پېښو کې ۱۸ افغانان مړه شوي

تېر میلادي کال ترکیه کې د کار پر مهال پېښو کې ۱۸ افغانان مړه شوي

author avatar
22 Jan 2024 - 15:19
تېر میلادي کال ترکیه کې د کار پر مهال پېښو کې ۱۸ افغانان مړه شوي
author avatar
22 Jan 2024 - 15:19

کابل (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۲): ترکیې اعلان کړی چې تېر ۲۰۲۳ میلادي کال کې ترکیه کې د کار پر مهال د پېښو له امله ۱۸ افغانانو ژوند له لاسه ورکړی دی.

ترکي رسنیو د دغه هېواد د ژغورنې او مسلکي روغتیا شورا له قوله راپور ورکړی چې تېر میلادي کال دغه هېواد کې د کار پر مهال د شوو پېښو له امله ۱۹۳۲ بهرني کارګر مړه شوي دي.

په راپور کې راغلي چې ۱۰۶ بهرني کارګر د افغانستان، ایران، سوریې، ترکمنستان، عراق، بلغارستان، اذربایجان، روسیه، مصر، جاپان، کلمبیا، تاجکستان، رومانیا، نایجریا او سودان هېوادونو وګړي دي.

سرچینې لیکلي چې د ۱۰۶ بهرنیو کارګرانو له ډلې ۱۸ یې افغانان دي.

سرچینې زیاته کړې، په دې موده کې ۲۲ له څلوارلس کلونو کم‌عمره ماشومان او ۱۴۷ ښځې هم د کار پر مهال پېښو کې مړه شوي دي.

د یادونې ده، یادو کسانو په ترکیه کې په ترافیکي، له جګ ځایه د رالوېدو، تر خاورو لاندې کېدو، د کار په ځای کې د تاوتریخوالي، ګازنیونې، چاودنې، سوځېدنې، مسمومیت، ډوبېدو او ځان‌وژنې پېښو کې ژوند له لاسه ورکړی دی.

ډېری دغه کسان د ودانیزو، کرنې، ترانسپورټ، سوداګریزو، اداري او ښوونیزو برخو، د ښاروالۍ کارکوونکي، د ټولنیزو خدمتونو او کانونو برخې کارګران وو.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.