Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مهترلام، ایبک (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۲): په لغمان او سمنګان ولایتونو کې د ترافیکي پېښو له امله ۹ کسان ټپيان شوي دي.

د لغمان امنیې قوماندانۍ ویاند یونس یوسفزی وايي، نن (د سلواغې دویمه) د مهترلام ښار پنځمې حوزې مربوطاتو کې د ترافیکي پېښې له امله ۵ کسان ټپيان شوي دي.

د هغه په خبره، پېښه د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې او لامل یې د موټرچلوونکو بې احتیاطي یادوي.

نوموړی وايي، د یوې مېرمنې په ګډون د پېښې ټول ټپیان ولایتي روغتون ته لېږدول شوي چې روغتیايي وضیعت یې د ډاډ وړ ښودل شوی.

د یوه بل خبر له مخې، د سمنګان د ترافیکې پېښو مدیر عبدالقهار وايي، د دغه ولایت په حضرت سلطان ولسوالۍ کې د یوې ترافیکي پېښې له امله د دوه مېرمنو په ګډون څلور کسان ټپيان شوي دي.

د هغه په خبره، یاده پېښه د یو سراچه موټر چپه کېدو له امله رامنځته شوې او لامل یې د موټرچلوونکي بې احتیاطي بولي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.