کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۲): له ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلو نړۍوال جام سیالیو په لړ کې افغانستان نن خپله دویمه لوبه له نیوزیلنډ سره کوي.
د افغانستان کرکټ بورډ ویلي، د افغانستان له ۱۹ کلنو کمعمره کرکټ ملي لوبډله د نړۍوال جام سیالیو په لړ کې نن خپله دویمه لوبه له نیوزیلنډ سره ترسره کوي.
کرکټ بورډ زیاته کړې، دغه لوبه د افغانستان پر وخت د غرمې دوولس بجې او ۳۰ دقیقې پیلېږي.
د ۱۹ کلنو کمعمره لوبډلو ترمنځ د کرکټ یو ورځنیو سیالیو نړۍوال جام د جنورۍ په ۱۹مه په سوېلي افریقا کې پیل شوې چې د ۱۶ هېوادونو لوبډلې په کې برخه لري.
دغه راز په دغو سیالیو کې افغانستان، پاکستان، نیوزیلنډ او نیپال لوبډلې په یوه ګروپ کې لوبېږي.
Views: 52
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن