غزنيښار (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۲ ): په غزني پر نشهیي توکو روږدي ۲۵۰ کسان له درملنې وروسته خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
د دغه ولایت امنیه قومانداني وایي، د نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیریت له لوري درې میاشتې وړاندې د یوه کمپاین په ترڅ کې ۸۰۰ روږدي د ښار له بېلابېلو سیمو راټول او د درملنې په موخه یوه روغتیایې مرکز ته لېږدول شوي وو.
له نشهیي توکو سره د مبارزې مدیر مولوي فیضمحمد فیضاني د سلواغې په ۳مه کورنیو ته د دغو کسانو سپارلو مراسمو کې وویل چې روږدي د درملنې ترڅنګ په عقیدوي زدهکړو هم سمبال شوي او د پاتي کسانو درملنې لړۍ به همداسې جریان ولري.
نوموړي وویل، د یادو کسانو درملنې مصارفات او امکانات د دغه ولایت د سیمهییزو ادارو او د کورنیو چارو وزارت له نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې معینیت له لوري ورکول کېږي.
د میدانوردګو ولایت اوسېدونکي احمدخان چې له درې میاشتنۍ درملنې وروسته روغ شوی او کور ته روان و، پژواک ته وویل: «له اسلامي امارته هیله کوو چې موږ ته د کار زمینه برابره کړي، څو موږ ټول یو کسب زده کړو، که چېرې بېکاره و اوسو چې بیا دغه عمل ته مخه نه کړو.»
د دغه ولایت د مسوولینو معلوماتو له مخې، اوس مهال په غزني کې نږدې ۲۰ زره کسان په نشهیې توکو روږدي دي چې ښځې او ماشومان هم په کې شامل دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP