[restrict paid="true"]
اټلانټا (پژواک، ۲ سلواغه ۱۴۰۲): د راپورونو له مخې، د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې د سړې هوا او واورو له امله په رامنځته پېښو کې شاوخوا ۹۵ کسان مړه شوي دي.
امریکایي رسنۍ (ایبيسي) د سلواغې په ۲مه خبر ورکړی چې دا پېښې ډېرې په شمالي او شماللوېدیځو ایالتونو کې شوې دي.
دې رسنۍ د ځینو ایالتونو د پولیسو او روغتیایي مسوولینو په حواله خبر ورکړی چې له تېرې یوې اونۍ راهیسې په دغو سیمو کې د سړې هوا یوه سخته چپه راغله چې ورسره په سیمو کې ډېرې واورې هم شوې دي.
د امریکا په ټینسي ایالت کې د پولیسو یوه مشر ویلي چې یوازې په دغه ایالت کې د سړې هوا او واورې له امله ترافیکي پېښې شوې چې له امله ۲۲ کسان مړه شوي دي.
دغه راز په اوریګون، الینوس، پینسلوانیا، میسیسیپي، واشنګټن، کینټاکي، ویسکانسون، نیویارک او نیوجرسي ایالتونو کې هم ورته پېښې شوې او خلکو ته مرګژوبله اوښتې ده.
[/restrict]
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP