Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د افغانستان بانک سبا ۱۶ میلیون امریکایي ډالر لیلاموي

کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۲): د افغانستان بانک سبا چهارشنبه د سلواغې په څلورمه ۱۶ میلیون امریکایي ډالر د داوطلبۍ له لارې لیلاموي.

یاد بانک نن پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو چې په شرایطو برابر وي، غوښته کېږي څو په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي.

سرچینې زیاته کړې، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کېږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل، په نغدي ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

یاد بانک تېره ورځ هم ۱۵ میلیون امریکايي ډالر لیلام کړي وو.

د افغانستان بانک ټاکلې اندازه امریکایي ډالر په باراز کې لیلاموي څو د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت وساتي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.