ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ای‌او‌اېم: تېرو څلورو میاشتو کې له پاکستانه څه باندې ۵۰۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي

ای‌او‌اېم: تېرو څلورو میاشتو کې له پاکستانه څه باندې ۵۰۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي

author avatar
23 Jan 2024 - 14:44
ای‌او‌اېم: تېرو څلورو میاشتو کې له پاکستانه څه باندې ۵۰۰ زره افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي
آرشیف
author avatar
23 Jan 2024 - 14:44

کابل (پژواک، ۳ سلواغه ۱۴۰۲): د کډوالۍ نړۍوال سازمان (IOM) اعلان کړی چې په تېرو څلورو میاشتو کې له پاکستانه شاوخوا ۵۰۰ زره او ۲۰۰ افغانان په زور یا داوطلبانه ډول افغانستان ته ستانه شوي دي.

د کډوالۍ نړۍوال سازمان پرون (دوشنبه) په یوه پیغام کې لیکلي، یاد شمېر افغان کډوال د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر له ۱۵مې څخه د روان کال د جنورۍ تر ۱۳مې له پاکستانه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

د راپور له مخې، د یادو کډوال ډېر شمېر د تېر کال د نومبر میاشتې په اوږدو کې او له پاکستانه د وتلو په اړه د دغه هېواد د ټاکل شوي وخت له پای ته رسېدو وروسته افغانستان ته ستانه شوي دي.

په راپور کې راغلي: «د نومبر په لومړۍ نېټه چې کله د کډوالو په زور د ایستلو پروسه پیل شوه، د هغو کسانو شمېر چې له پولو تېرېږي، کم شوی خو د سپټمبر له ۱۵مې مخکې په پرتله ډېر شوی دی.»

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د ۲۰۲۳ کال د نومبر میاشتې له لومړۍ نېټې د افغان کډوالو د اجباري ایستلو لړۍ پیل کړې چې وروسته له هغه هره ورځ سلګونه کډوال د سپین‌بولدک او تورخم له لارو افغانستان ته راستنېږي.

پرون د کډوالۍ چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنرۍ د خوندیتوب او اکمالاتو رییسې شوکو شیموزاوا او ورسره مل پلاوي د کډوالو او راستنېدونکو چارو له سرپرست وزیر خلیل‌الرحمن حقاني سره په لیدنه کې ویلي وو چې له پاکستاني چارواکو یې غوښتي څو د افغان کډوالو کارتونه تمدید کړي او له هغوی سره په چلند کې له نرمښته کار واخلي.

Views: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.